په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې، د بشري حقونو په اړه خپل مفصل راپور خپور کړ.
په راپور کې راغلي، چې یوناما ۲۱۰۶ ملکي تلفات (۷۰۰ وژل شوي، ۱۴۰۶ ټپیان) مستند کړي دي. همداراز د طالب وسله والو له لوري عمومي بښنه په دوامداره توګه نه ده عملي شوې او د ۲۰۲۲ د جون تر ۱۵ له محاکمې پرته د پخوانیو دولتي او امنیتي چارواکو لږ تر لږه ۱۶۰ وژنې مستندې شوې دي.
شنونکي وایي، د رسنیو بندېدو او بیان ازادۍ د خفه کېدو له وجې د زرګونه نورو تري تم شویو کارکوونکو د مرګ ژوبلې په اړه لا معلومات نشته دي.
ه افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته، له (۲۰۲۱ د اګسټ ۱۵– د ۲۰۲۲ د جون ۱۵) پورې د ملکي وګړو خوندیتوب، له محاکمې پرته وژنو، شکنجې او ناوړه چلند، پخپل سر نیونو او توقیف، د ښځو او نجونو د حقونو، بنسټیزو ازادیو او د توقیف ځایونو د وضعیت په اړه خپلې موندنې خپرې کړې.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي سرپرست ځانګړي استازي مارکس پوتزل ویلي: «زموږ نظارت ښيي چې د اګست له پنځلسمې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له خپلو بشري حقونو څخه بې برخې شوې دي.»
په راپور کې ټینګار شوی، زده کړې د ټولو لپاره نه یوازې اساسي بشري حق نه دی، بلکې د یوه ملت د ودې او پرمختګ کیلي هم ده.